یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پاکستاني چارواکو د مسجدالأقصی له اشغالګرو سره يو ځای د سمندري پوځي تمريناتو له امله له اسلامي امت سره يو بل لوی خيانت وکړ
بسم الله الرحمن الرحيم
پاکستاني چارواکو د مسجدالأقصی له اشغالګرو سره يو ځای د سمندري پوځي تمريناتو له امله له اسلامي امت سره يو بل لوی خيانت وکړ

خبر:

د ۲۰۲۲م، د فبروري په اوولسمه د پنجشنبې په ورځ د "یهودي سمندري ځواک ادارې" تایید کړه، چې د امریکا په مشرۍ په سمندري تمریناتو کې یې له پاکستان، سعودي عربستان او نورو هغو هوادونو سره يو ځای ګډون کړی، چې له یهودي دولت سره يې ډیپلوماتیکي اړیکي نه لرلې.

تبصره:

د ۲۰۲۲م، د فبروري په پيل کې داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستان د ۲۰۲۲م، د جنوري په يو دېرشمه د امریکا لخوا په جوړو شوو نړیوالو سمندري تمریناتو کې د ګډون لپاره خپله سمندري بیړۍ لیږلې ده، چی په یادو سمندري تمریناتو کې یهودي دولت هم برخه اخیستې وه. د باجوه او عمران ريژيم تر اوسه د دې خبر د تایید او رد جریات نه دي ورکړي، خو اوس یهودي دولت تایید کړې، چې په دغو سمندري تمریناتو کې يې د پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو د سمندري ځواکونو تر څنګ دوی هم برخه اخیستې وه. له بده مرغه دا پېښه نه په ټولنيزو رسنيو او نه هم آزادو رسنيو کې ياده شوې او نه هم په سیاسي جریانونو کې ورباندې بحث شوی. د باجوه او عمران ريژيم دغه عمل د الله سبحان وتعالی، رسول ﷺ او اسلامي امت سره لوی خیانت بللی شو، دا یو خیانت دی ځکه چی اسلام اجازه نه ده ورکړې، چې اسلامي خاوره دې په اشغال کې پرېښودل شي، د فلسطین خاوره د پیغمبرانو خاوره ده، دا هغه خاوره ده چې د رسول الله صلی علیه وسلم د صحابه کرامو په لاس ازاده شوې او دا هغه ځمکه ده چې د زرګونو شهیدانو د وینو په بدل کې یې ازادي تر لاسه کړې ده. لکه څرنګه چی تر ټولو غوره امت باید د الهي شریعت پر لوري روان وي او يوازې اسلامي امت د دې حق دعوه لري، خو د باجوه او عمران ريژيم د دې پر ځای چې د فلسطین د سپيڅلې ځمکې د ازادولو لپاره کار وکړي؛ له یهودي دولت سره خپلې اړیکې د پيژندګلوۍ او عادي کولو لپاره ټینګوي، دا هغه حکومت دی چې د هندوانو د اشغال پر وړاندې يې کشميريان د الله اسرې ته پرېښودل او دا پېښه د ۲۰۱۹م، په اګیست کې رامنځ ته شوه، چې له مخې يې اشغال شوی کشمير له هندوستان سره وتړل شو. د وسله والو ځواکونو او عامو مخلصو مسلمانانو له سختو فشارونو سره سره تراوسه پورې دې خاین ريژيم هېڅ پوځي اقدام ونکړ او نه يې هم زړورو خلکو ته اجازه ورکړه، چې د کنټرول له کرښې تېر شي او هلته د هندي اشغالګرو سره جګړه وکړي. پاکستاني چارواکي په کفارو دومره زیات مهربانه دي، چې د کشمير مسئلې څخه علاوه په اشغال شوي ختیځ ترکستان کې د چین حکومت له ظلمونو څخه هم انکار کوي، اقدام خو لرې خبره ده.

له ابن مسعود رضی الله څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

"إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَافْعَلْ مَا شِئْتَ"

ژباړه: په حقیقت کې هغه خبرې چې خلک یې له پیغمبرانو څخه تر لاسه کوي دا دي: څوک چې شرم او حيا نه لري؛ څه يې چې زړه غواړي هغسې دې وکړي. "بخاری"

پاکستاني چارواکي هېڅ شرم نه لري، له هغه چا سره اړیکې ټینګوي، چا چې زموږ سپيڅلې خاوره اشغال کړې او زموږ وروڼه او خویندې يې شهیدان کړي او دغه پروسه لا هم دوام لري. د باجوه او عمران ريژيم په ښکاره توګه د اشغال شویو ځمکو د ازادولو په اړه د الله سبحان وتعالی له واضح حکمونو څخه سرغړونه کوي، دا بايد هېره نه کړو چې څوک زور لري او زورور له ګريوانه نه رانيسي؛ په اسلامي امت باندې د تيرېدونکو ټولو جرمونو مسؤل دی.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

{وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَآصَّةً ۖ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ} [الاٴنفَال : 25]

ژباړه: او له هغې فتنې څخه ځان وژغورئ چي د هغې ناوړه اغېزه به په ځانګړي توګه یوازې پر هغو خلكو پورې محدوده پاتې نه شي، چي په تاسو کې چا ګناه کړې وي. او وپوهېږئ چي الله سخت سزا وركونكى دى.

د پاکستان مسلمانان او په ځانګړې توګه په وسله والو ځواکونو کې باید د غدارانو مخه ونیول شي. دا کار هغه وخت په اغېزمنه توګه ترسره کېدای شي، چې په وسله وال پوځ کې مخلصین، حزب التحریر ته د نبوت په طریقه د خلافت د بیا تأسیس لپاره نصرت ورکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکنه: انجنير شهزاد شیخ

ژباړه: حمزه صدیقي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې